ډېر لوستل شوي

پزشکیان: افغانستان د ایران پر وړاندې د بهرنیو عناصرو د نفوذ په مخنیوي کې له تهران سره لويه همکاري کړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د جګړې پر مهال افغان حکومت له تهران سره د بهرنیو عناصرو د ننوتلو او په ایران کې د بې‌ثباتۍ د رامنځته کولو د مخنیوي په برخه کې همکاري کړې ده.

پزشکیان ویلي، افغانستان خپلو امنیتي ځواکونو ته دنده سپارلې وه چې د بهرنیو کسانو د تګ‌ــ‌راتګ څارنه وکړي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د ایران د ناامنۍ او ګډوډۍ لپاره استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان، ترکمنستان، روسیه او عراق هم له ایران سره ښه همکاري کړې او له اذربایجان سره خبرې اترې هم پایله‌ لرونکې وې.

د ایران ولسمشر په وينا، د یادو هېوادونو په همکارۍ د امریکا هغه پلان شنډ شوی چې هدف یې په ایران کې د ګډوډۍ رامنځته کول وو.

اړوند خبرونه