د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په یوه ورځ کې له تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۳۱۷ کورنۍ چې غړو شمېر يې ۱۵۷۰ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، له تورخم څخه ۲۵۱، له سپین بولدک څخه ۲۰، د ورېښمو پل له لارې ۳۹ او له اسلامکلا څخه ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې ورځ ۳۲۵ کورنۍ د ۱۸۳۶ غړو په ګډون ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لپاره یې له ۱۱ میلیونو څخه ډېرې افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
همداراز، له ۳۴۶ کورنیو سره ټولټال ۲ میلیونه او ۸۲۸ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو ته ۲۸۳ سیمکارټونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او د ثبت، مالي مرستو، لېږد او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه ورته عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

