د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې «ونیسا ماتر بولي» د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال، عبدالرحمن راشد سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د کابل ښاروالۍ استازي په ګډون دې ناسته کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې، نوي مېشتغالي او قالین اوبدنې کارخونې د جوړښت ارزونې اړوندو موضوعاتو بحث شوی، او د یادې کارخونې جوړول له کډوالو سره د مرستې او کاري بوختیا په برخه کې غوره ګام بلل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي راشد له قوله راغلي چې یاد وزارت په بېلابېلو برخو کې له موسسو سره همکاري کړې او چمتو دی چې د کډوالو په ښارګوټو کې د مېشتغالو جوړولو لپاره د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې کړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ مرستیالې ویلي چې دوی د همکارو بنسټونو په همکارۍ د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې یو مېشتغالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړوي.
نوموړې همداراز ویلي چې د مېشتغالي او کارخونې ابتدايي نقشه جوړه او د پړاوونو تر بشپړولو او د ځمکې ستونزې تر حل وروسته به یې د جوړښت چارې پيل شي.

