ډېر لوستل شوي

عدلیې وزیر: د غصب شویو امارتي ځمکو په اړه به د محکمې پرېکړې تنفیذېږي

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رييس، شیخ‌ عبدالحکیم شرعي وایي چې د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د اختصاصي محکمې د پرېکړو تنفیذ د دې کمېسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی.

ښاغلي شرعي ویلي، د ځمکو د غصب په قضیو کې د کمېسیون او اختصاصي محکمې کار د اسنادو، مدارکو او نافذه اصولو له مخې کېږي او قوانین باید پر ټولو په یو ډول تطبیق شي.

د عدلیې وزیر زیاته کړې چې له غاصبینو او غیرشرعي متصرفینو څخه د غصب شویو ځمکو تثبیت او بېرته ترلاسه کول حقوقي موضوع ده چې له قومي او مذهبي توپير پرته په ټول هېواد کې روانه ده.

دغه څرګندونې د عدلیې وزارت له لوري د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د فعالو خیریه بنسټونو له بنسټ‌اېښودونکو او مسووولینو سره په همغږۍ ناسته کې شوې دي.

اړوند خبرونه