د فراه مسوولین وایي، د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو هغو ۱۰۰ معلولو کسانو ته ویلچرونه ورکړل شوي چې په دواړې پښې یې له فعالیت غورځېدلې دي.
د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې چې دا ویلچرونه د «اومه خیریه بنسټ» له لوري معلولو کسانو ته وېشل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د فراه شهیدانو او معلولینو چارو رییس له قوله راغلي چې د معلولینو د ملاتړ په برخه کې دې یوازې د ویلچرونو نه، بلکې د خوراکي او استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو مرستې هم وکړي.
بلخوا ځینو معلولینو د دغو ویلچرونو په ترلاسهکولو خوښي ښودلې، او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د معلولینو د ملاتړ لپاره دې د بودجې په برابرولو او نورو برخو کې مرستې زیاتې کړي.
د یادولو ده چې د دغو ويلچرونو د ويش ترڅنګ يادو کسانو ته د کرايې په موخه ۱۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

