ډېر لوستل شوي

“د پاکستان کورنۍ شخړې زموږ مسوولیت نه دی او افغانستان به نور د جګړې ډګر نه وي”

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، افغانستان له پاکستان سره د شخړې غوښتونکی نه دی او دې ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

ښاغلي مجاهد له «ایراف» رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان کورنۍ شخړې او اختلافات له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‌لري او اسلام‌اباد باید خپلې داخلي ستونزې له افغانستان سره ونه‌تړي.

نوموړي د اسلامي امارت مشرتابه د څرګندونو په اړه ویلي، هغه اړ نه دی چې په هره موضوع کې شخصاً دریځ څرګند کړي او د اسلامي امارت د مسوولینو څرګندونې د حکومت رسمي دریځ څرګندوي.

مولوي ذبيح‌الله مجاهد همداراز زياته کړې، له افغانستان سره د ګڼو هېوادونو رسمي تعاملات روان دي او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفارتونه فعال دي.

اړوند خبرونه