د غزني د قرهباغ ولسوالۍ په عسکرکوټ بازار سیمه کې د یوه کور په انګړ کې ۵۰۰ کیلویي ناچاوده بمب کشف او له سیمې څخه تر خوندي انتقال وروسته له منځه یووړل شوی دی.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست وايي، د سیمې یوه اوسېدونکي د بېړنۍ شمېرې له لارې د احتمالي خطر په اړه خبر ورکړی و.
له دې وروسته د «DRC» ماینپاکۍ مؤسسې د چټک غبرګون ټیم سیمې ته استول شوی او د غزني د پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست په همغږۍ یې د ناچاوده توکي د له منځه وړلو عملیات ترسره کړي دي.
د عملیاتو پر مهال د عسکرکوټ بازار د سیر کلي د یوه کور په انګړ کې د « OFAB-500» ډوله ۵۰۰ کیلویي روسی بمب کشف، په خوندي ډول له سیمې انتقال او له منځه یووړل شو.
د مسوولينو په وینا، د یاد بمب په له منځه وړلو سره د سیمې اوسېدونکي له یوه جدي احتمالي خطر، مرګژوبلې او مالي زیان څخه خوندي شول.
دې مسوولينو له خلکو غوښتي چې د ماینونو، ناچاوده مهماتو او نورو مشکوکو توکو د لیدلو پر مهال له لمس کولو او نږدې کېدو ډډه او سملاسي دې اړوندو ادارو ته خبر کړي.

