د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په روانه اوونۍ کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۸۷۵ افغان کډوال خوشې او افغانستان ته راستانه شوي دي.
ياد وزارت وايي، په خوشې شویو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي کسان شامل دي چې د بېلابېلو لاملونو له امله د پاکستان په بندخونو کې د بېلابېلو مودو لپاره بندیان وو.
له دغو کسانو څخه ۸۱۰ تنه د تورخم او ۶۵ تنه د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
راستانه شوي کډوال د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د ښهوالي لپاره د همکارو ادارو ګډې هڅې دوام لري.

