د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ د پنځمې کالیزې په مناسبت ویلي، افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د امنیتي وضعیت د ښهوالي او د جګړو د کمېدو شاهد و.
یوناما د کوکنارو د کښت بندول او د بیارغونې، پراختیا او سیمهییزې اقتصادي همکارۍ لپاره د فرصتونو رامنځته کېدل د دې مودې له مثبتو بدلونونو څخه بللي دي.
یوناما له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې له افغانستان سره خپل تعامل ته دوام او د دغه هېواد د اوږدمهاله پرمختګ او ثبات له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

