د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ویلي، شپږ تنه یې د ۷۷ کیلوګرامه تریاکو او ۱۸ دانو ټابلېټکا ګولیو د قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد مدیریت په وینا، نیول شوي کسان د تخار د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي دي او هڅه یې کوله چې یاد نشهيي توکي په یوه موټر کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای او نامعلوم ځای ته ولېږدوي.
مسؤلین وايي، دغه کسان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو د هڅو په پایله کې نیول شوي دي. د امنیه قوماندانۍ په وینا، قضیه اړوندو مسؤلینو ته سپارل شوې او د نیول شویو کسانو په اړه لومړنۍ څېړنې پیل شوې دي.

