د ننګرهار امنیه قومندانۍ وایي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد کې د غلا پر مهال د امنیتي منسوبینو او غلو ترمنځ په متقابلو ډزو کې یو تن غل ټپي او نیول شوی دی.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ د ویاند سید طیب حماد په وینا، پېښه د اتمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه چمیار په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې دوو وسلهوالو غلو د تومانچې په وسیله له خلکو څخه د پیسو او موبایلونو د غلا هڅه کوله.
نوموړي ویلي، کله چې امنیتي ګزمه سیمې ته ورسېده، غلو د تېښتې هڅه وکړه او پر امنیتي منسوبینو یې ډزې وکړې. د متقابلو ډزو په پایله کې یو تن غل ټپي او ونیول شو، خو بل کس له سیمې تښتېدلی دی. د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، د تښتېدلي کس د نیولو لپاره د امنیتي منسوبینو هڅې روانې دي.

