ډېر لوستل شوي

“ا.ا د ولس په قربانیو واک ته رسېدلی او په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی”

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب وايي، اسلامي امارت د افغان ولس د قربانیو په پایله کې بیا واک ته رسېدلی دی او ښاغلي ثاقب د اسد ۲۴مه د افغانستان په تاریخ کې مهمه ورځ بللې ده.

د اميد راډيو خبريال د لویې جرګې په تالار کې د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ښاغلي ثاقب په حواله ويلي، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د پردیو تر واک لاندې ژوند نه دی منلی او څو ځله یې بهرنیو اشغالګرو ته «غاښ ماتوونکی ځواب» ورکړی دی.

د شيخ نورمحمد ثاقب په وينا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې نشه‌يي توکي له منځه تللي، ناامني، اختطافونه، اداري فساد، ظلم او بې‌عدالتي پای ته رسېدلي او اوس د هېوادوالو ژوند، مال او ناموس خوندي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر همداراز زياته کړې، په تېرو حکومتونو کې په حکومتي ادارو او محکمو کې بې‌عدالتي وه او د حج په چارو کې به هم چارواکو ځان ته لومړیتوب ورکاوه، خو د اسلامي امارت په راتګ سره، د نوموړي په وینا، دغه ستونزې هوارې شوې دي.

اړوند خبرونه