ډېر لوستل شوي

د ا.ا پيغام؛ “افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی او د خپلې خپلواکۍ د درناوي غوښتنه کوي”

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د لويې جرګې په تالار کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې د سلامي امارت د پیغام په لوستلو سره ويلي، افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ کړی او نه غواړي د نورو هېوادونو په چارو کې لاس‌وهنه وکړي.

د اميد راډيو خبريا په دې غونډه کې د ښاغلي فطرت په حواله ويلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د خاورې خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي. په پیغام کې ټینګار شوی چې د افغانستان له لوري د متقابل درناوي، خپلواکۍ او د هېوادونو د ملي حاکمیت اصل ته ارزښت ورکول کېږي

اړوند خبرونه