ډېر لوستل شوي

مولوي احمدالله زاهد: کروندګر دې د اوبو کم‌مصرفوونکو کرنیزو محصولاتو کر ته مخه کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وايي، کروندګر باید د اوبو د مدیریت لپاره جدي هڅې وکړي او داسې کرنیز محصولات وکري چې لږې اوبه مصرفوي.

ښاغلي زاهد د «کرنې او مالدارۍ د شپږ ورځني نړیوال نندارتون» د پای په مراسمو کې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له افغان کروندګرو سره د هغو اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو بوټو او د کرنې د ترویج په برخه کې مرسته وکړي چې د لږو اوبو په کارولو سره ښه حاصل ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال ټینګار کړی چې د اوبو د محدودو سرچینو په پام کې نیولو سره د کم‌اوبو کرنیزو محصولاتو ترویج کولی شي د کروندګرو د تولیداتو د دوام او د هېواد د کرنې د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

نوموړي دا ډول نړیوال نندارتونونه د کروندګرو، مالدارو، پانګه‌والو او نورو هېوادوالو لپاره مهم بللي او په وينا يې چې د تجربو او معلوماتو د شریکولو لپاره ګټور فرصتونه برابروي.

اړوند خبرونه