د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترمذ په نړيوال سوداګريز مرکز کې د سرخاندریا–چین سوداګریزې غونډې پر مهال ویلي، افغانستان غواړي له اوزبيکستان او چین سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې او د سیمې د ټرانزیټي اتصال په پیاوړتیا کې فعال رول ولوبوي.
ښاغلي عزیزي په دې غونډه کې، چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو بللی او د منځنۍ، ختیځې او جنوبي اسیا ترمنځ یې د نويو سوداګریزو دهلیزونو او ګډو پانګونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
د نوموړي په وينا، افغانستان د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشینجوړونې، تولید او اقتصادي زیربناوو په برخو کې د چیني او اوزبيکستاني شرکتونو پانګونې ته چمتو دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز، د افغانستان د صادراتو لپاره د چین بازار مهم بللی او غوښتي يې دي چې د اوزبيکستان له سوداګریزو او ټرانزیټي شبکو څخه په استفادې دې د افغان محصولاتو د انتقال زمینه چین او د سیمې نورو بازارونو ته برابره شي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې غونډه کې د افغانستان، اوزبيکستان او چین د چارواکو ترڅنګ د خصوصي سکتور استازو هم ګډون کړی وو.

