ډېر لوستل شوي

د افغان کډوالو د راېستو دوام؛ په یوه ورځ کې ۲۲۹ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په یوه ورځ کې له تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۲۲۹ کورنۍ چې غړو شمېر يې ۱۰۶۵ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، له تورخم څخه ۱۴۱، له سپین بولدک څخه ۳، د ورېښمو پل له لارې ۷۴ او له اسلام‌کلا څخه ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د راپور له مخې، په همدې ورځ ۲۱۰ کورنۍ د ۱۱۲۴ غړو په ګډون ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لپاره یې له ۸٫۲ میلیونو څخه ډېرې افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

همداراز، له ۲۲۵ کورنیو سره ټولټال  ۱٫۹ میلیونو څخه ډېرې افغانۍ مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو ته ۱۴۵ سیمکارټونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او د ثبت، مالي مرستو، لېږد او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه ورته عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه