د هرات والي، شیخ نوراحمد اسلامجار د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رییس، ملا عبدالحق همکار سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د برېښنا پروژو پلېکېدو او د هرات ولایت او صنعتي ښارګوټي د برېښنا ظرفیت د لوړولو په برخه کې د پانګونې د تعقیب په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د هرات والي له قوله غوښتنه شوې چې د صنعتي ښارګوټي او د هرات اوسېدونکو د برېښنا ستونزې دې په اساسي توګه حل شي.
نوموړي همداراز ویلي چې نابشپړې شوې پروژې د اسنادو طی مراحلو او اداري اقداماتو اړتیا لري.
بلخوا د برېښنا شرکت عمومي رییس د برېښنا پروژو د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او د هرات برېښنا ظرفیت د پیاوړتیا او لوړولو په برخه کې یې د هڅو ډاډ ورکړی دی.

