د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي، یو شیاویونګ ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل او اسلاماباد ترمنځ يې د اړیکو د ښه کېدو پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو شیاویونګ په پاکستان او افغانستان کې له چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو بحث کړی دی.
دا په داسې مهال ده چې چین تر دې مخکې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او د اړیکو د عادي کېدو ملاتړ کړی دی.
د یو شیاویونګ د سفرونو له جزیاتو ښکاري چې بیجینګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې د خپل ډیپلوماټیک رول د پیاوړي کولو هڅه کوي.

