ډېر لوستل شوي

ايران: د افغان حکومت رسميت نه‌پېژندل به د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا خنډ نه‌شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، له افغانستان سره د تهران اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي او د اسلامي امارت په رسميت نه‌پېژندل به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا خنډ ونه‌ګرځي.

بقایي په یوه خبري غونډه کې ویلي، ایران او افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړې او هڅه کوي چې دا اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت د رسمیت‌پېژندنې موضوع په تړاو پرېکړه به د ټولو اړخونو او پایلو له ارزونې وروسته وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ټینګار کړی چې د رسمیت‌پېژندنې موضوع باید د تهران او کابل ترمنځ د اړیکو د پراختیا مخه ونه‌نیسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او نورې اړیکې پراخې شوې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم څو ورځې مخکې ویلي وو چې له امریکا سره د جګړې پر مهال د ایران اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې شوې او له دغو هېوادونو سره یې سوداګري هم زیاته شوې ده.

اړوند خبرونه