ډېر لوستل شوي

سيد کريم هاشمي: د افغانستان سرمایه باید په کور دننه په حرکت راوستل شي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس سیدکریم هاشمي وايي، د یوه سهامي شرکت د جوړېدو موخه په هېواد کې د اقتصادي حرکت پیل، د اقتصاد پیاوړتیا او د صادراتو، تولید او پانګونې د ظرفیت لوړول دي.

د اميد راډيو خبريال د دې سهامي شرکت د جوړېدو او فعالیت په اړه د هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ښاغلي هاشمي په حواله ویلي، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره باید په ګډه کار وشي او د اقتصاد په برخه کې شته ستونزو ته ګډې حل‌لارې وموندل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان سرمایه باید د هېواد دننه په حرکت راوستل شي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي‌کېدو لپاره ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس له ټولو کورنیو او بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتي چې له دغه سهامي شرکت سره یوځای شي او د هېواد د لویو پروژو په پلي‌کولو کې ونډه واخلي.

هاشمي زیاته کړې، د پانګونې لپاره د بېلابېلو زمینو د برابرولو هڅې روانې دي او افغانان باید یوازې د بهرنیو پانګوالو په تمه پاتې نه‌شي، بلکې په ګډه د کورنیو تولیداتو ملاتړ او په هغو برخو کې پانګونه وکړي چې ولس ورته اړتیا لري.

اړوند خبرونه