ډېر لوستل شوي

نږدې ۲۵۰ دفاعي منسوبینو څلور میاشتنۍ عملي او نظري زده‌کړې بشپړې کړې 

د عبدالله بن مسعود د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومانداني وایي چې د دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول‌ اردوګانو ۲۴۶ منسوبینو څلور میاشتنۍ نظري او عملي زده‌کړې بشپړې کړې دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې یادو منسوبینو د جګړه‌ییزو ځواکونو ښوونځي د هاوان، SPG-9، نښه ویشتلو M-24 سنایپر، د اراضي کشف، M2 ماشین‌دار، د پوځي اکاډمۍ، پلې او توپچي کورسونو څخه فارغ شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د فراغت په دې مراسمو کې مسوولینو فارغ شویو منسوبینو ته سپارښتنه کړې چې له تعصب څخه ځانونه وساتي او د یووالي او ورورولۍ په فضا کې د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره کار وکړي.

بلخوا فارغ‌شویو منسوبینو د هیواد په هر ګوټ کې له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنې ته چمتووالی څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه