د خوست امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي چې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال یې د دغه ولایت په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې ګڼې سپکې او درنې وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي دي.
د يادې قوماندانۍ په وينا، په ترلاسه شویو وسلو کې ۱۷ کلاشینکوفونه، یو راکټ، یو پیکا، یو میل M16 او اووه تومانچې شاملې دي. سربېره پر دې، زرګونه د هاوان، پیکا او کلاشینکوف مرمۍ، لاسي بمونه او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
مسوولين وايي، یادې وسلې او مهمات په ناقانونه توګه ساتل کېدل چې د ضبط په موخه اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د دغو وسلو او مهماتو په تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي او له دوسیو سره عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

