د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه جوز په سیمه کې د ځمکې د ملکیت پر سر د غصب کمېسیون او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې په پایله کې یې د کرېن یو چلوونکی د ډبرو د وارونو له امله سخت ټپي شوی او وروسته یې ساه ورکړې ده.
د ياد ولايت د امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر وايي چې شخړه لومړی لفظي وه، خو وروسته د سیمې ځینو اوسېدونکو پر یوه کرېن چلوونکي ډبرې ویشتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او شخړه یې کنټرول کړې ده. ټپي شوی کرېن چلوونکی د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوی و، خو د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده.
د غزني امنیه قوماندانۍ وايي، د پېښې په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

