د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، افغانانو خپله خپلواکي په اسانه نه ده ترلاسه کړې او د هېواد د ازادۍ د ساتنې لپاره باید له هر ډول سیاسي، اقتصادي او نورو غلامیو ځان وساتل شي.
د اميد راډيو خبريال د دفاع وزارت له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کاليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ښاغلي برادر اخوند په حواله هغو نړیوالو ته چې د ده په وینا، افغانستان ته په بد نظر ګوري، د تېرو بهرنیو ځواکونو له ماتو څخه د عبرت اخیستو غوښتنه کړې ده.
ملا عبدالغني برادر اخوند ويلي، افغانانو د محدودو امکاناتو او پوځي وسایلو سربېره، د اسلامي او ملي هوډ له مخې خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د خپلواکۍ د دوام لپاره افغانان باید له عصري زدهکړو او نوې ټکنالوژۍ سره ځانونه بلد کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال پر «شرير او فساد اچوونکي» کسانو هم غږ کړی چې له نظام سره یوځای شي، کورنیو جګړو ته لمن ونه وهي او د هېواد په ابادۍ کې له افغان ولس سره ګډ کار وکړي.
ښاغلي برادر همداراز ويلي چې په افغانستان کې یو شمېر سترې اقتصادي پروژې پلې شوې او ځینې نورې د پلي کېدو په حال کې دي او حکومت هڅه کوي چې په هېواد کې د پرمختیایي او اقتصادي پروژو شمېر لا زیات کړي.

