د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، افغانان د سیاسي، اقتصادي او نورو فشارونو پر وړاندې نه تسلیمېږي او له نړۍ سره د متقابل احترام او متوازن سیاست پر بنسټ د اړیکو غوښتونکي دي.
د اميد راډيو خبريال د دفاع وزارت له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کاليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ښاغلي متقي په حواله ويلي، په یوه پېړۍ کې د افغانستان درې ځله خپلواکي ترلاسه کول بهرنیو هېوادونو ته لوی درس دی او افغانانو هېڅکله د زور پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره یې سیاسي او اقتصادي تعامل کړی، خپله یې هم ترې ګټه اخیستې، خو د ده په وینا، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره یې تعامل نه دی کړی، خپله یې زیان لیدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، پر افغانستان د فشارونو دوام به دغه هېواد له پرمختګ او مخته تګ څخه راو نه ګرځوي.
د بهرنيو چارو وزير خبرداری ورکړی چې د سیمې په یوه هېواد کې امنیتي ستونزې د ټولې سیمې پر امنیت اغېز کولی شي او له ټولو خواوو یې د سیمهییز ثبات د ساتلو غوښتنه کړې ده.

