د افغانستان سوداګريز پلاوي په تهران کې د ايران د سوداګرۍ، صنايعو، کانونو او کرنې خونې له مرستيال قدير قيافه سره د دواړو هېوادونو د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.
د افغانستان او ايران د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې ويلي، قدیر قیافه د افغان سوداګریز پلاوي هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرو او سوداګریزو پلاوو تګ راتګ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بللی دی.
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رييس محمود سیادت هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پلاوو د لېږلو او منلو په اړه معلومات وړاندې کړي او په ځانګړي ډول یې د کرنې، صنعت او نورو اقتصادي برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
بلخوا، د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رييس کمالالدین توحید له ایراني شرکتونو او پانګهوالو غوښتي چې د افغانستان له شته اقتصادي فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
دواړو لوريو د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ پر اسانتیا او د پانګونې او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د لا ډېرو زمینهوو پر برابرولو ټینګار هم کړی دی.

