د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په ننګرهار ولایت کې د هغه کس له نیولکېدو خبر ورکړی چې ۱۰ زره ۲۰۰ «ټابلېټکا» یې قاچاق کولې.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا کس د ننګرهار ولایت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د دغه کس په مهمندرې ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پرمهال نیول شوی دی.
د سرچینې په وینا چې نیولشوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ټینګار کړی چې په هېواد کې د نشهيي توکو پر وړاندې به جدي مبارزه روانه وي.

