ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي په بیلاروس کې د کرنې او خوراکي صنعتونو له لویو کارخونو لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ افغان پلاوي په بیلاروس کې د غلو دانو د پروسس، خوراکي توکو، لبنیاتو، بورې، غوښې او حیواني درملو له څو لویو دولتي او خصوصي کارخونو او شرکتونو لیدنه کړې ده.

ياد وزارت وايي، افغان پلاوي د بیلاروس د بېلابېلو تولیدي مرکزونو له فعالیتونو او تولیدي ظرفیتونو څخه لیدنه کړې او د هغوی د تجربو او کاري بهیرونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

ياد پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د «BNBK» له دولتي شرکت څخه لیدنه کې د دې شرکت مسوولينو د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو او د تجربو د لېږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

همداراز افغان پلاوي د سلوټسک د پنیر جوړونې له شرکت، د قند او شکر له فابریکو، د غوښې له پروسس کوونکې فابریکې او د حیواني درملو له دولتي تولیدي مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.

د مسوولينو په وینا، د دغو لیدنو موخه د بیلاروس له صنعتي تجربو څخه د ګټې اخیستنې او د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، خوراکي صنایعو، کرنیزو محصولاتو د پروسس او حیواني درملو د تولید په برخو کې د ګډې همکارۍ د فرصتونو ارزونه ده.

اړوند خبرونه