د جوزجان او کندوز امنیتي ځواکونو د نشهيي توکو او الکولي مشروباتو د تولید او قاچاق په تړاو ۷ کسان نیولي دي.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ وايي چې امنيتي ځواکونو يې په شبرغان ښار کې د الکولي مشروباتو یوه کارخانه کشف او له منځه وړې او په تړاو يې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه نيولي دي.
په ورته مهال، د کندز امنیه قومانداني خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو يې په چهاردرې ولسوالۍ کې ۷ تنه د ۴۸۴ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د مسوولينو په وينا، نیول شویو کسانو غوښتل چې دا نشهيي توکي له بدخشان څخه نورو ولایتونو ته ولېږدوي.
ځايي مسوولين وايي، نیول شوي کسان به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

