ډېر لوستل شوي

اچکزی: پاکستان دې له افغانستان سره له دښمنۍ لاس واخلي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اچکزي له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د خبرو لاره غوره کړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې اچکزي دا څرګندونې د مخالفو ګوندونو په هغه غونډه کې کړې چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضل‌الرحمن په کوربه‌توب جوړه شوې وه.

اچکزي ویلي، که د پاکستان حکومت ادعا کوي چې افغانستان له دغه هېواد سره دښمنانه چلند کوي، نو باید د خپلې ادعا لپاره روښانه شواهد وړاندې کړي.

نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه هم غوښتي چې د سعودي عربستان او ترکیې له حکومتونو سره د وروستي دفاعي تړون په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

اچکزي وړاندیز کړی چې ایران او مصر هم باید د دغه دفاعي تړون برخه وګرځول شي، څو د نوموړي په وینا، د اسلامي هېوادونو یو ګډ دفاعي ځواک رامنځته شي.

اړوند خبرونه