ډېر لوستل شوي

د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د زمري تر ۳۱مې نېټې پورې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د یاد ریاست د اټکل له مخې، په دغو ولایتونو کې به د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌متره پورې وي.

همداراز د هېواد په شمالي، لوېدیځو، مرکزي او سوېلي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د رامنځته‌کېدو احتمال شته چې سرعت به یې په ځینو سیمو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت پورې ورسېږي.

د هوا پېژندنې ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د هوا د خرابېدو پر مهال لازم احتیاط وکړي او له هغو سیمو څخه چې د سېلابونو او تېزو بادونو له خطر سره مخ دي، ډډه وکړي.

اړوند خبرونه