ډېر لوستل شوي

عدليې وزارت د شرطې قانون په رسمي جریده کې خپور کړی

د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د شرطې قانون له توشېح وروسته د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د صفرالمظفر میاشتې په ۵مه نېټه د رسمي جریدې په ۱۴۹۶مه ګڼه کې خپور شوی دی.

ياد وزارت وايي، دا قانون یوه مقدمه، دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې لري او د تطبیق مرجع یې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ټاکل شوی دی.

په قانون کې د امنیت او سرحدونو ساتنې، د سړکونو پر سر د نقلیه وسایطو د تګ راتګ، د بندیانو، ماشومانو د تأدیب، لرغونو اثارو او ځنګلونو د ساتنې، د نشه‌يي توکو، اختطاف او انساني قاچاق د مخنیوي او د اورلګېدنې د پېښو د مخنیوي په برخو کې د پولیسو دندې او صلاحیتونه مشخص شوي دي.

همداراز، د اشخاصو د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرم نیول، د مظنون تر څارنې لاندې راوستل، تلاشي او د بېلابېلو وسایلو د کارونې په برخه کې د پولیسو اقدامات او صلاحیتونه په دغه قانون کې بیان شوي دي.

عدلیې وزارت وايي، هېوادوال کولی شي د قانون چاپي نسخه د دغه وزارت له اړوند ریاست څخه او برېښنايي نسخه یې د وزارت له رسمي ویب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي.

اړوند خبرونه