ډېر لوستل شوي

د امريکا پخوانی سفير: ممکن واشنګټن په کابل کې خپل سفارت يو ځل بيا پرانېزي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وايي، ممکن واشنګټن په کابل کې خپل سفارت یو ځل بیا پرانېزي.

نیومن له «ای۲۴ نیوز» سره په خبرو کې ویلي، له اسلامي امارت سره د امریکا په ژورو اختلافونو سربېره، واشنګټن له کابل سره د تعامل لپاره عملي دلایل لري او د دواړو لوريو اړیکې کولی شي په تدریجي ډول پراخې شي.

په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير ټينګار کړی چې د اړيکو هر ډول نوی پړاو بايد «ګام پر ګام» او د مشخصو اقداماتو پر بنسټ رامنځته شي.

نوموړی په افغانستان کې له ۲۰۵ تر ۲۰۰۷ کال پورې د امريکا سفير په توګه ماموريت ترسره کړی.

اړوند خبرونه