ډېر لوستل شوي

د پنجشېر والي: په دې ولايت کې هيڅ سياسي بندي نه‌لرو

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پنجشېر ته تللی او د دې ولایت له زندان څخه یې لیدنه کړې ده.

د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي چې ښاغلي حنفي د زندانیانو له وضعیت، د هغوی د خوراک، استوګنې، نظم او له بندیانو سره د چلند څارنه کړې او له یو شمېر بندیانو سره یې جلا کتنې هم کړې دي.

د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم د يادې ليدنې پرمهال ويلي چې د دې ولایت په زندان کې هيڅ سياسي بندي نشته او يوازې د جنايي او حقوقي قضيو له امله ټول ۵۹ تنه بنديان دي.

د پنجشېر سیمه‌ییز مسوولين وايي، په دې ولایت کې د جنايي جرمونو کچه هم د پام وړ ټیټه شوې او د زندان د بندیانو شمېر د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله کم دی.

اړوند خبرونه