ډېر لوستل شوي

د دفاع وزارت اړوند ۱۷۰ تنو د توپچي مسلکي زده‌کړې بشپړ کړې

دفاع وزارت خبر ورکړی چې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د توپچي مدیریت له درې میاشتني مسلکي کورس څخه ۱۷۰ تنه منسوبین تر نظري او عملي زده‌کړو وروسسته فارغ شوي دي.

ياد وزارت وايي، په دې فارغانو کې ۱۰۰ تنه د «DC» توپ، ۱۵ تنه د زغروال ټانک، ۱۵ تنه د غرني هاوان، ۲۰ تنه د متوسط هاوان او ۲۰ تنه د«SPG-9» په برخو کې مسلکي روزل شوي دي.

د فراغت په مراسمو کې فارغانو د نظام له مشرتابه سره د خپلې ژمنتیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د هېواد په هره برخه کې د اسلامي نظام د دفاع او ساتنې لپاره چمتو دي.

دفاع وزارت وايي، د مسلکي نظامي زده‌کړو او روزنې دا ډول پروګرامونه د خپلو منسوبینو د پوځي وړتیاوو د لوړولو په موخه ترسره کېږي.

اړوند خبرونه