د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۸۰ کسان د نشهيي توکو د قاچاق، خرڅلاو او استعمال په تړاو نیول شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت شرطې له لوري په نیمروز، تخار، کاپيسا، بدخشان، کندوز، پنجشیر، جوزجان، سمنګان، فاریاب، کونړ، خوست، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا چې له نیول شویو کسانو څخه ۸۹۰ ګرام شیشه، ۹٫۸۳ کیلوګرام چرس، ۸٫۷۴۰ کیلوګرام تریاک، ۲۰۰۰ د نشې ګولۍ او ۳ لیتره الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي. د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاوربار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.

