ډېر لوستل شوي

کندهار کې د دهلې بند اوبو یو پلار او څلور اولادونه مړه کړي

د کندهار په دهلې بند کې د کښتۍ د چپه کېدو له امله د نوراحمد په نوم یو کس له خپلو څلورو کوچنیو اولادونو سره ژوند له لاسه ورکړی دی.

روغتیايي سرچینو امید راډیو ته ویلي، نوراحمد چې د کندهار ښار په چهارسو بازار کې یې دوکان درلود، له خپلو پنځو اولادونو سره د مېلې او ساعتېرۍ په موخه دهلې بند ته تللی وو.

سرچینې وايي، نوراحمد او اولادونه یې د بند پر اوبو په کښتۍ کې سپاره وو چې کښتۍ چپه شوې.

ویل‌کېږي، په یاده پېښه کې یو بل تن ژوندی ژغورل شوی دی.

اړوند خبرونه