ډېر لوستل شوي

مسوولین: ننګرهار کې یو ځوان ځانوژنه کړې

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولینو د یاد ولایت په «کامې» ولسوالۍ کې د یو ځوان له ځانوژنې خبر ورکړی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد د وژل شوي ځوان د کورنۍ په حواله ویلي چې هغه له خپلې کورنۍ څخه بهر هېواد ته د تګ لپاره پیسې غوښتې وې، خو کورنۍ یې نه وې ورکړې.

د ښاغلي حماد په وینا چې له دې پېښې وروسته دغه ځوان له کورنۍ خپه شوی و او ځانوژنه یې کړې ده. تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوریخوالي له امله د ځانوژنې زیاتې پېښې شوې دي.

اړوند خبرونه