ډېر لوستل شوي

افغان او اوزبیکستاني چارواکو د دوه‌اړخیزو همکاریو او پانګونې په اړه خبرې کړې

د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد د اوزبیکستان د قشقه‌دریا ولایت له مرستیال شهرت مرادوف سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې ښاغلي زاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د نقشې پر عملي کولو ټینګار کړی او د افغانستان او اوزبیکستان د پلاوو د وروستیو متقابلو سفرونو په اړه یې خبرې کړې دي.

دواړه لوري همداراز د مستقیمو اقتصادي همکاریو د رامنځته کولو، د دواړو خواوو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو، د پنبې په سکتور کې د ګډې پانګونې په اړه هم غږېدلي.

اړوند خبرونه