عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د شمال زون امارتي غصبشویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د بلخ ولایت په «نهرشاهي» ولسوالۍ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه کړې دا ټوله ۱۰ زره جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.
سرچینې لیکلي چې د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دا ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصبشویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
عدلیې وزارت همداراز ویلي چې د هېواد په کچه د امارتي غصبشویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي یې په اړه پرېکړې کوي.

