د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ټولټال ۷۰۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۶۰ تنه کېږي، افغانستان ته راستنې او ثبت شوې دي.
د یاد کمېسيون د معلوماتو له مخې، په دې دوو ورځو کې له تورخم څخه ۵۳۵ کورنۍ د ۲۶۸۴ غړو په ګډون، له سپین بولدک څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر ۹۹ تنه کېږي، له ورېښمو پل څخه ۱۱۱ کورنۍ د ۴۴۷ غړو په ګډون او له اسلامکلا څخه ۳۸ کورنۍ چې غړو شمېر يې ۱۳۰ کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې موده کې ۷۹۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۵۴ تنه وو، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ په برخه کې ورسره نږدې ۳.۳ میلیون افغانۍ مرسته شوې ده.
همداراز، له ۸۲۸ کورنیو سره ټولټال شاوخوا ۶.۶ میلیون افغانۍ نغدي مرستې شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او د عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

