د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغان پُست امارتي شرکت اجرایوي رییس، مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ درې کسیز پلاوي تایلنډ هېواد ته سفر کړی دی.
د یاد شرکت د خبرپاڼې له مخې چې دا سفر د آسیا پُستي اتحادیې (APPU) په ۱۴مې پُستي کنګرې او د اجرایوي رییسانو په عمومي ناسته کې د ګډون په موخه شوی دی.
ټاکل شوې چې یاده کنګره او ناسته د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې وشي او د آسیا پُستي اتحادیې د ۳۲ غړو هېوادونو د پُستي ادارو استازي پکې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي چې افغان پلاوی به د دې ناستې پرمهال د نړیوالو پُستي ادارو له استازو سره د همکاریو پراختیا، د نړیوالو پُستي اړیکو پیاوړتیا او مسلکي تجربو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړي.

