د بادغیس په زندان کې د زمري میاشتې ۲۴مې او بریا ورځې په مناسبت، د ۱۲۵ بندیانو لپاره د عفوې او د مجازاتو د تخفیف فرمان عملي شوی دی.
د دغه فرمان له مخې، ۴۱ بندیان په بشپړه توګه عفوه شوي او ۸۴ نورو ته د هغوی په سزا کې تخفیف ورکړل شوی دی.
دغه فرمان د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم او د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوی دی
د بادغیس زندان امر ملا سید باران عدالتي د بندیانو د خوشېکېدو په مراسمو کې له هغوی غوښتي چې له دې فرصت څخه سمه ګټه واخلي او له خوشېکېدو وروسته خپل ژوند د اسلامي، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ تنظیم کړي.
نوموړي همداراز له خوشې شویو بندیانو وغوښتل چې ټولنې ته له بېرته ستنېدو وروسته سالم او رغنده ژوند غوره کړي.
د بادغیس د زندان مسوولین وايي، د عفوې او سزا د تخفیف دغه فرمان د بندیانو د اصلاح، خپلو کورنیو ته د هغوی د بېرته ستنېدو او ټولنې ته د بیا ورګډېدو په موخه عملي شوی دی.

