ډېر لوستل شوي

د غالیو په تولید، عرضې او سوداګرۍ کې د کورنیو معیارونو پر رعایت ټینګار

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس، ملا عبدالله حاجي بشیر د غالۍ‌پلورونکو ټولنې له یو شمېر غړو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

یادې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د غالۍپلورونکو د فعالیتونو اړوند موضوعات او د هغوی وړاندیزونه څېړل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس د وړاندیزونو له اورېدو وروسته د غالیو په تولید، عرضه کولو او سوداګرۍ کې د کورنیو معیارونو پر رعایت ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي چې د معیار او کیفیت اداره د خپلو مسوولیتونو له امله د کورنیو سوداګرو او پانګوالو اړوندو مسایلو ته د رسېدنې او د معیاري او قانوني فعالیتونو لپاره د مناسبې زمینې برابرولو په موخه دوامداره هڅې کوي.

اړوند خبرونه