د اسلامي امارت ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د هلمند په مرکز، لښکرګاه کې په ۱۲ زره متر مربع ځمکه ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېږي
دې ادارې لیکلي چې د ۲۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د دغه روغتون د جوړېدو طرحه د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې منظوره شوې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې په دغه روغتون کې به بېړني، داخله، سرپا، ارتوپیدي، جراحي، سترګو، عقلي او عصبي، کوچنیانو او نسایي ولادي ناروغیو د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي، او د جوړېدو چارې به یې راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.
د یادولو ده چې په وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو پلانونه ترتیب شوي دي.

