ډېر لوستل شوي

له اوزبيکستان سره ۲۰ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي

د افغانستان او اوزبيکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د کابل په کوربه‌توب د قشقه‌دریا ولایت د سوداګریزو استازو او افغان سوداګرو په ګډ کنفرانس کې د ۲۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا هوکړه‌لیکونه د خوراکي توکو، ټوکر، ودانيزو توکو، مالدارۍ، برېښنايي وسایلو، مبل او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د ياد وزارت سرپرست مرستيال مولوي احمدالله زاهد ويلي، افغانستان او اوزبيکستان د ګاونډیتوب ترڅنګ ښه اقتصادي ظرفیتونه هم لري او د دواړو هېوادونو د پلاوو له متقابلو سفرونو وروسته د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
ښاغلي زاهد د سوداګرۍ او ټرانزیټي بهیرونو د اسانه کولو او د دواړو لوريو ترمنځ د شته خنډونو د لرې کولو پر اړتیا ټینګار کړی او زياته کړې يې ده چې افغانستان د اوزبيکستان له لارې د خپلو صادراتي توکو د ترانزیټ په اړه خبرو ته چمتو دی.
د قشقه‌دریا مرستیال والي «شهرت مرادوف» هم افغان سوداګرو ته د دې ولایت د سفر بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې قشقه‌دریا چمتو ده چې د افغانستان صادراتي توکي اوزبيکستان او نورو هېوادونو ته صادر کړي.

اړوند خبرونه