ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې ۳۱۱ افغان کډوالې کورنۍ راستنې او ۱۱۵۴ کورنیو ته نمرې وېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۳۱۱ کورنۍ چې ۱۵۷۷ غړي لري، خپل هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، په همدې موده کې ۳۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۲۰۴۴ کسان کېږي، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

همداراز، له ۳۷۲ کورنیو سره ټولټال ۳ میلیونه او ۱۰۶ زره افغانۍ مالي مرسته شوې، ۲۶۴ سیمکارټونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته زرګونه خوراکي توکي، روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

 د راپور له مخې، یوازې په اسلام‌کلا او تورخم کې سلګونه ناروغان هم درملنه شوي دي.

د دایمي مېشتېدنې په برخه کې هم په یوه ورځ کې ۱۱۵۴ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

له دې ډلې په ننګرهار کې ۶۲۵، فاریاب کې ۴۷۷ او نیمروز کې ۵۲ کورنیو ته ځمکې ورکړل شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د وېشل شويو استوګنیزو ځمکو د نمرو ټول شمېر ۶۹۱۲۲ ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه