د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشې توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې په نشې ۸۷۴ روږي کسان د درملنې په موخه نیول شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان په کابل، هرات، کندهار، بلخ، نیمروز، فراه، هلمند، روزګان، دایکندي، غور، کندوز او غزني ولایتونو کې نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې یاد کسان د عملیاتي ریاست اړوند د نشې توکو پر وړاندې مبارزې مدیریتونو لخوا نیول شوي، او د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند د روږدو کسانو د ملاتړ او اصلاح په مرکزونو کې بستر شوي دي.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې په نشې روږدي لسګونه زره کسان د درملنې په موخه نیول شوي وو چې ډېر یې له درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

