ډېر لوستل شوي

افغان او ایراني چارواکو د پُستي همکاریو پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې 

د افغان پُست امارتي شرکت وایي چې د یاد شرکت پلاوي له ایراني پلاوي سره په کتنه کې د پُستي همکاریو پراختیا، د تجربو شریکولو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا کتنه د آسیا پسفیک پُستي ټولنې ۱۴مې کنګرې په څنډه کې شوې، او د برېښنايي سوداګرۍ  E-commerce، هوايي او ځمکنیو ترانزیټي انتقالاتو او د پُستي خدمتونو د بېلابېلو برخو اړوندو همکاریو په اړه هم پکې هراړخیزې خبرې شوې دي. 

افغان پُست امارتي شرکت همداراز لیکلي چې په کتنه کې دواړو لوریو د پُستي خدمتونو د کیفیت ښه‌والي، متقابلو تجربو او مسلکي وړتیاوو شریکولو او همکاریو د لا پراختیا لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

سرچینې همداراز لیکلي، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د افغان پُست امارتي شرکت یو پلاوی د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي او له ایراني چارواکو سره د پُستي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

اړوند خبرونه