ډېر لوستل شوي

د کابل په صنعتي پارکونو کې اورلګېدنه؛ یوې کارخونې ته سل‌ګونه زره ډالر زیان اوښتی

د صنعت‌‌کارانو ټولنې ویاند احسان‌الله احساس وايي، نن سهار وختي د صنعتي پارکونو دویمې کوڅې اړوند د «اتفاق او پرواز پلاستیک» په نوم د چپلکو او بوټونو په یوه کارخونه کې اور لګېدلی.

نوموړي د کارخونې د مسوولینو له قوله ویلي، په دې اورلګېدنه کې د کارخونې ماشینونه، هنګر، خام مواد او تولیدي توکي په بشپړه توګه سوځېدلي چې په خبره یې لږ تر لږه دوه سوه زره ډالر زیان یې اړولی دی.

زیانمن شوي مسوولین بیا د خپلې کارخونې د بېرته فعالېدو لپاره د لاسنیوي او ملاتړ غوښتنه کوي.

اړوند خبرونه